کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په قندهار ولايت ديو واټ دجوړولو او پخولو کار پيل شو .
دغه واټ څلور سوه متره اوږدوالى او شل متره سور لري . چې ددغه ښار دمخابراتو دادارې په وړاندې موقعيت لري .
دقندهار ښاروالۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل : دغه واټ د څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت پخيږي .
ددغه سړک په منځ کې د ګلدان جوړول او دڅراغونو درول او دپلګيو او ابرونو جوړول په پام کې نيول شوي دي .
دقندهار والي ددغه واټ دجوړولو او پخولو دکار دپرانستلو په مراسمو کې وويل چې په قندهار ولايت کې دواټونو دجوړولو او پخولو لپاره پروګرامونه ترلاس لاندې لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ