کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دننګرهار ولايت په پچير او آګام ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په دوام کې زياتې سيمې دتروريستي ډلې له شتون څخه پاکې او نهه نوې پوستې جوړې شوې ده .
دملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت په پچير آو اګام ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو عمليات دامنيتي پروګرام له مخې په برياليتوب سره عملي شوي دي او په نوي پرمختيا کې ددغه ولايت په مربوطاتو کې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو او وګړنيو پاڅون کوونکو ته نهه امنيتي پوستې او دوه بيزونه جوړ او په پوځي تجهيزاتو بشپړ شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتو کې د درندو وسلو يوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي او دوسايطو ضد دوه ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل