کابل باختر دزمري نولسمه :
په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازى عبدالستار خواصي د دغه ولايت په شينواري ولسوالۍ کې له يوه وسله وال بريد څخه روغ رمټ پاتې شو .
د پروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د مشرانو جرګې غړى عبدالستار خواصي چې د خپلې کورنۍ له غړو سره د کتنې لپاره د شينواري ولسوالۍ ته تللى و؛ په خپل کورکې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو، خو روغ رمټ پاتې شو .
خبرځاى وويل چې د ده د ساتوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې د ولسي جرګې د دغه غړي يو امنيتي ساتوونکى ټپي شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ