کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٥ :
د بغلان ولايت په ډنډغوري ساحه کې دخورشيد _٤ په نامه دچاڼيزو پوځي عملياتو په بهيرکې په طالبانو کلک ګوزارونه شوي دي.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې د وسله والو طالبانو له شتون څخه دلسو کليو په پاکولو سربيره دکورنيو اوبهرنيو اتباعو په ګډون د وسله والو طالبانو دډلې دمشهورو قوماندانانو په ګډون ١٨ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧تنه نور ټپيان شوي دي .
پردلي زياته کړه: د ډنډغوري په ساحه کې د طالبانو دوه داشکې ويجاړې او د نهرين ولسوالۍ په لاره کې تر پلګي لاندې يو ځاى پرځاى شوى ماين کشف اوشنډ کړى شوى دى .
خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکېدوه تنه پوليسان ټپيان شوي او عمليات دوام لري .