کابل باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩
په لغمان ولايت کې پرون دطالبانو دبريد له امله دڅلورو تنوملکي وګړو په ګډون اته تنه شهيدان شول .
دغه پيښه دلغمان ولايت په مرکز مهتر لام ښار پورې اړوند دپنج پدر په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې يرغلګرو په ګن شمير پوځيانواوملکي وګړو ډزې وکړې .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو ډز.و کې دڅلورو تنو ملکيانو په ګډون اته تنه شهيدان شول .
ددغې پيښې په قربانيانوکې دوه تنه ماشومان او دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان سميع الله شامل دي .
سيمه ئيز مسوولين وسله وال طالبان ددغه بريد مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .