کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
په کارپورې په اړوندو مقرراتو او قانون د کار د اصولو د اسلام له نظره او دکار په نړيوالو ستندردونو د پوهاوي ورکشاپ نن دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او د معلولينو د چارو وزارت له خوا جوړ شو. په دې ورکشاپ کې چې د کار د نړيوالې سازمان په مرسته جوړ شوى دى؛ د مرکز او ولايتونو د دولتي ادارو شپيتو تنو کارکوونکو ګډون کړى دى .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د دغه ورکشاپ د پرانستلو په مراسموکې دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او دمعلولينو دچارو وزارت دکار معين پوهنيار ډاکترحسام الدين همراه خبرې وکړې.
د دغه ورکشاپ د جوړولو اساسي هدف د اسلام له نظره په کار پورې د اړوند قانون او مقرراتو، دکار د نړيوالو ستندردونو او دکار د حقوقو د اصولو په باب دکاپيسا، پروان، لوګر، ميدان وردګو او د غزني ولايتونو د دولتي او غير دولتي ادارو کارګرانو د اتحاديې د خاوندانو د پوهاوي دکچې لوړول وبلل.
ډاکتر همرا دغه راز څرګنده کړه: هيوادوالو او هغو بهرنيو کارګرانو ته چې زموږ په هيوادکې کارکوي؛ دکار د قانون او دکار د نړيوالو ستندردونو په باب د پوهاوي ورکول ددغه وزارت دنده ده.
ده زياته کړه: له دې وروسته هيڅ شرکت او دکارخاوندان له قانوني عمر څخه ښکته ماشومان په کار ګومارلي نه شي. دغه روزنيز ورکشاپ درې ورځې دوام کوي.
3 1 دقیقه لوستل