کابل باختر دزمري څوارلسمه
دفارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې دوه تنه پوليسان او يوملکي وګړي ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالرشيد باختر اژانس ته وويل :دغه چاودنه تيرماښام هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو ځواکونه دغور ماچ ولسوالۍ په بازار کې په ګزمې بوخت وو .
په ميمني ښار کې دافغان _ ترک دعاجل روغتون مسوول ډاکتر اسد قانع باختر اژانس ته وويل چې ددوو پوليسانو په ګډون يو ملکي وګړي مړى او پنځه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي .
ده وويل دټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى