کابل باختر دچنګاښ دريمه
يو ديني عالم پرون دوسله والو کسانو له خوا په فارياب ولايت کې ووژل شو .
دالمار ولسوال باختر اژانس ته وويل :ددغې ولسوالۍ دتربت دکلي اوسيدونکي مولوي فيض محمد په داسې حال کې چې له يوبل تن سره له جومات څخه دکور په لور روان و دجلګردي په کلي کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو اوملګري يې ټپي شو .
دالمار له ولسوالۍ څخه ديو بل خبر له مخې، تيره شپه ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شول .
دالمارد ولسوال دڅرګندونو له مخې، عبدالسليم له خپلې ميرمنې ، ناوي او دوو لوڼو سره په خپل کور کې ووژل شو .
تراوسه پورې ددغو وژنو په اړوندڅوک نه دى نيول شوى او ويل کيږي عبدالسليم په خپله سيمه کې کروندګرو ته د اوبو دحق وټاکنې مسووليت په غاړه درلود .
تيره اوونۍ هم په غزني ولايت کې د دريو ديني علامانو کورونو ته دطالبانو د ډلې له خوا اور اچول شوى و چې له امله يې څو ټوکه قران عظيم الشان او نور ديني کتابونه وسوځيدل .