کابل باختر دغبرګولي ١٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام .
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې جهادي شخصيت او دهيواد داردو يو پخواني افسر ، ډګرجنرال محمد زمان امرخيل دورپيښې ناروغي له امله له دي فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي دي .
انا الله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډګرجنرال محمد زمان امر خيل ډيره موده دهيواد دملي اردو په ليکوکې دافسر په توګه خدمت وکړ او بيا د جهاد يو ټينګ ملګري شو دده خدمتونه دقدر وړ او مړينه يي يوه ضايعه ده .
دخپلي خواخوږي او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دميدان وردګ ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالي دي وبخښي او کورنۍ ته دي يي جميل صبر په نصيبت شي .