ټولنه

جمهوررئیس غني د ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني د کورنۍ له غړو سره وکتل

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې عالي شورا رئیس ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني د کورنۍ له یو شمېر غړو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د ارواښاد پیر سیداحمد ګیلاني مشر زوی سیدحامد ګیلاني د یادې کورنۍ په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې د پيرصاحب مقام ته د درناوي او غمشریکۍ په خاطر مننه وکړه.
سیدحامد ګیلاني او د ارواښاد ګیلاني د کورنۍ نورو غړو خلکو ته د خدمت او د سولې او ثبات د تامین په برخه کې جمهوررئیس ته د خدای تعالی په دربار کې د لا بریالیتوب دعا وکړه.
د هېواد جمهوررئیس یو ځل بیا د ارواښاد پیر سیداحمد ګیلاني روح ته دعا وکړه او هغه یې د ټولو افغانانو لپاره ملي، روحاني او د درناوي وړ شخص وباله. زیاته یې کړه، ارواښاد پیر ګیلاني د هېواد یوه معنوي سلسله وه.
جمهوررئیس غني د سولې او ثبات ټینګښت مهمه مسئله وبلله، ويې ویل: د ارواښاد ګیلاني په ژوند کې دغه برخه کې ښه ګامونه پورته شول او د بین الافغاني سولې په مذاکراتو کې مو ښې لاسته راوړنې درلودې.
د یادونې وړ ده چې د سولې عالي شورا رئیس او د ملي اسلامي محاذ رهبر ارواښاد پير سیداحمد ګیلاني څه موده مخکې وفات شو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته