دورکزو ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تند لارو ترمنځ دنښتې له امله يو ديرش تنه تند لاري او درې تنه امنيتي کسان وژل شوي دي .
دپاکستان د ډي ډاڼ ورځپانې دخبري سايت دخبر له مخې دغه نښته پرون په جوګي سيمه کې وشوه او امنيتي ځواکونو له جنګي الوتکو څخه هم استفاده کړي ده .
په دې نښته کې په وژل شويو برسيره څو تنه نور ټپيان شوي دي .
دهمدي خبر له مخې په دې نښته کې دتند لارو په څو پټنځايونو هم بريد شوي دي او دهغوي درې پټنځايونه ويجاړ شوي دي .
له بله پلوه په ورکزو ايجنسۍ کې په يوه جلا نښته کې دولس تند لاري او دوه تنه امنيتي ځواکونه وژل شوي دي او شپږ تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي .
له هغه وروسته چې يو شمير مليشي دپاکستاني ځواکونو دعملياتو له امله له جنوبي وزيرستان څخه ورکزو ايجنسۍ ته وتښتيدلي پاکستاني ځواکونو د تيرکال دکب په مياشت په دغې ايجنسۍ هم عمليات پيل کړل .