خبرونهفرهنګTOPټولنه

د خواشينۍ پيغام

 کابل/ د ليندۍ٢١مه/ باختر    

د هېواد د پیاوړي او مشهور لیکوال استاد رهنورد زریاب پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

په ډېر غم او خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ستر، پیاوړي او مشهور لیکوال، غوره او پېژندل شوي فرهنګي شخصیت استاد رهنورد  زریاب د ورپېښې ناروغۍ له امله، له نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد زریاب چې کله لیکوالۍ ته مخه کړه او د ادبیاتو نړۍ ته یې ګام کېښود؛ نو د دري ادبیاتو د ودې، پرمختګ اوغوړېدا لپاره یې زښت ډېر کار وکړ؛ په دې برخه  کې د استاد کارونه د تقدیر او ستاینې وړ دي او هېڅکله نه هېرېږي.

استاد زریاب تل کوښښ کاوه چې خپله علمي او ادبي پوهه ځوان نسل ته ولېږدوي او په دې برخه کې  هم د سترو خدمتونو جوګه شو. استاد د ځوانان په منځ کې ځانګړی محبوبیت او درنښت لاره او ټولو استاد باله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد زریاب مړینه د هېواد په دري ادبیاتو کې ستره ضایعه ګڼي او ده ته د لوی خدای (ج) له درباره د فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو او همدارنګه د هېواد ټولو لیکوالو او فرهنګیانو ته  د صبر او زغم هیله کوي.

پاى \ن ش \

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress