سیاستخبرونهاقتصادTOP

یو فرانسوی پانګه وال غواړي په افغانستان کې د زمردو کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، له یو فرانسوي پانګه وال سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، فرانسوي پانګه وال، په افغانستان کې پر سراسري امنیت خوښي څرکنده کړې او د زمردو کانونو په برخه کې یې پر پانګونې سربېره، د لابراتوارونو جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي دي: «افغانستان خورا زیاتې کاني زېرمې لري؛ اوسمهال په ټول هېواد کې سراسري امنیت تامین دی او هر څوک کولی شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي».

هغه همدا رنګه، په افغانستان کې د یاد پانګه وال د پانګونې هرکلی کړی او په یاده برخه کې یې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته