سیاستخبرونهاقتصاد

یوې مشهورې چینايي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښولې ده

 کابل/ د وري١٧ مه / باختر

د یوې چینایي کمپنۍ چارواکو کابل ته د سفر پرمهال ویلي چې دوی لېواله دي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د چین د (CNPCI) نړیوالې کمپنۍ  رييس هین ریومن  د رياست الوزرا  له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې دغه شرکت غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په دې کتنه کې درياست الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د پانګې اچونې په برخه کې د چينايي شرکت له ليوالتيا څخه هرکلى وکړ او ويې ويل چې اوس د امنيت په تامينولو سره په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې زمينه برابره شوې ده.

مولوي حنفي وويل چې اسلامي امارت له بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره د امنیت           تامین او د پانګونې د بهیر د اسانتیا په برخه کې همکاري کوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر بهرنيو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې وه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته