ورزش

د افغانستان او جاپان د فوټبال ټيمونه لوبه کوي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
ټاکل شوې ده د هيواد د فوټبال ملي ټيم سبا د جاپان د فوټبال له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
دغه لوبه د روسيې د ٢٠١٦ کال نړيوال جام ته د لارې موندنې دمقدماتي سياليو په دوام ترسره کيږي.
د فوټبال فدراسيون دخپرونو مسوول علي کاظمي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه لوبه سبا د مازيګر په پنځو بجو په ايران کې ترسره کيږي.
د کاظمي د څرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده يوه مياشت وروسته د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د سنګاپور له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته