کابل، د مرغومې ۳۰مه باختر
د کونړ ولایت د شيګل ولسوالۍ اړوند شینکوړک درې خلکو خپلې سیمې ته د ۱۲ کیلو متره سړک د غځولو چارې پیل کړې.
یاده دره، چې تراوسه په کې د بیارغونې هېڅ ډول کارونه نه دې شوي خلک يې د نورو ستونزو تر څنګ له ترانیزیټي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د دې درې اوسېدونکو اوس خپلې سیمې ته د سړک جوړولو په موخه پیسې راټولې کړې تر څو د تګ راتګ ستونزې یې حل شي.
د شیګل ولسوال مولوي عزیزمحمد شفق وايې چې په لاره کې پراته خنډونه یې د قومونو ترمنځ په یو والي سره حل کړي او د سیمې خلک په خپل مصرف دغه سړک جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې درې اوسېدونکي د سړک د نشتون ترڅنګ د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو له پیکه والي څخه سر ټکوي.