ټولنه

د کندز ښاروالۍ ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
د کندز ښاروالۍ د مراجعينو د مرکز ودانۍ پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د کندز ښاروال انجنير فريد احمد فضلي باختر آژانس ته وويل چې دکندز ښاروالۍ د مراجعينو د خدمتونو د مرکز ودانۍ د « يو.ان.ډي.پي _ لوګو» د دفتر په مرسته د نږدې څلورو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې  ده.
د دغه مرکز د ودانۍ د پرانيستلو په غونډه کې د کندز د ولايتي شورا رييس  د دولتي ادارو يو شمېر رييسانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و .
  په دې غونډه کې د کندز والي عبدالجبار نعيمي د « يو.ان.ډي.پي _ لوګو» د همکارۍ له امله قدرداني وکړه او د کندز خلکو ته يې داسانتياوو د برابرولو په لاره کې د دغه مرکز جوړول مهم وباله .
  د ولايتي شورا رييس، د کندز ښاروال او « يو.ان.ډي.پي _ لوګو» د دفتر استازي په خپلو خبروکې د دغه ولايت له خلکو څخه يې وغوښتل چې د اداري اسانتياوو په برابرولو سره بايد ښاري فرهنګ رعايت کړي او په خپل وخت د ماليې او صفايي ورکولو ته جدي پاملرنه وکړي .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته