خبرونهټولنهرپوټونه

کورنۍ اجماع د پیاوړتیا په حال کې ده

کابل/ د غویي ۲۴مه/ باختر

شک نشته چې د سولې روان بهیر د ښه پرمخ بیولو او یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره کورنۍ اجماع ته داسې اړتیا ده لکه په سبو کې مالګې ته. داسې ښکاري چې اوس دغه راز اجماع د پیاوړتیا په حال کې ده.  د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده اولیکي:

د جګړه ځپلیو او په ډول ډول بحرانونو کې د ایسارو هېواونو یوه ستونزه دا ده چې سیاستوال یې سره ډېر خواره واره وي، د دوی ترمنځ همغږي نه وي اودریځونه یې  یو له بله ډېر واټن لري.  دا ستونزه هغه مهال نوره هم پېچلې کېږي چې کله په ټولنه کې ملي سراسري ګوندونه نه وي، داسې ګوندونه چې  غړي او لارویان یې د یو پروګرام پر شاوخوا سره راټول وي، د یو فکر او  نظر پر چورلیز او محور سره راټول وي. دلته چې اوس کوم تشکیلات شته او ځانونه ګوندونه بولي او د فعالیت جواز یې هم اخیستی دی، دوی له بده مرغه دا ځانګړنه نه لري.  د دغو ګوندونو        د جوړولو بنسټ، کوم سیاسي پروګرام او تګلاره نه ده؛ بلکې اړیکې دي – د سمت اړیکې، د ژبې اړیکې، د مذهب اړیکې، د خپلوۍ او انډیوالۍ اړیکې. همدا لامل دی چې موږ هم په انتخاباتو کې ستونزې لرو او هم په پارلمان کې، هم په همغږۍ کې او هم په اجماع کې. پر دې سربېره که موږ غواړو دموکراسي د کلمې په رښتینې مانا په بشپړډول پلې کړو؛ په کار ده چې ملي سراسري ګوندونه جوړ کړو او سیاسي فرهنګ ته وده او پراختیا ورکړو، له دغو تنګو قومي، ژبنیو، سمتي او مذهبي قالبونو د سیاسي فکر لوی او پراخ ملي ډګر ته راووځو.

په هرحال، تر هغو چې موږ دغه راز حالت ته رسېږو او بیا ګوندونه د اجماع او همغږۍ مسوولیت اخلي، موږ باید په دغه اوسني بحراني حالت کې هم د اجماع لپاره کار وکړو. ځکه اوس د سولې خبرې د اجنډا په سرکې دي او د دغو خبرو د بري لپاره اجماع ته اړتیا ده، خورا کلکې، غښتلې او پیاوړې اجماع ته اړتیا ده. جمهوررییس محمد اشرف غني خپله د دغه راز اجماع رامنځ ته کولو ته ملا تړلې ده. دی هم په کور دننه د اجماع لپاره کار کوي اوهم په سیمه ییزه او نړیواله کچه. په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان له مطرحو سیاستوالو سره د ده لیدنې ډېرې شوي دي او همدارنګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې اړیکې هم زیاتې شوي دي. د دغو لیدنو او اړیکو موخه دا ده چې د افغانستان روان وضعیت په ښه او هراړخیزه توګه ورازول شي، یو رښتینی تصویر یې وړاندې شي او بیا د دغه راز هراړخیز رښتیني تصویر په رڼا کې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ دریځ ونیول شي. داسې ښکاري چې جمهور رییس په خپل دغه نوښت کې بریالی دی او له  ګڼو مطرحو سیاستوالو سره چې په یوه نه یوه بڼه خوابدي ښکارېدل، د سولې مهمې مسالې په اړه توافق ته رسېدلی دی. د جمهوریت لوری باید له یو واحد دریځ سره د  خبرو مېز ته لاړشي او په یوه خوله او غږ د سولې او  جمهوریت دفاع وکړي. اوس د دې وخت  دی چې ټول خپل کوچني اختلافات او خوابدۍ یوې خوا ته کېږدي او د لوړو ملي ګټو پر شاوخوا سره راټول شي او کورنۍ اجماع پیاوړې کړي.

ن .ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته