سیاست

استادمحقق دسويډن له سفير سره وکتل .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست دويم مرستيال استاد حاجي محمد محقق  په کابل کې دسويډن له سفير اندرس شوبرګ سره وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دهېواد دامنيتي حالاتو ، دسولې دخبرو دبهير ، انتخاباتو او په اروپا کې دمهاجرينو دحالت په باب  خبرې اترې وشوې .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  د اجراييه رياست دويم مرستيال  په تيرو پنځلسو کلونوکې  دسويډن  دمرستو له امله  دقدرداني په ترڅ کې اروپاته درسيدو په لاره کې  دمهاجرينو ستونزې  بيان کړې . او په اروپا کې  دمهاجرينو دحالت له امله  انديښنه څرګنده کړه .
استاد محقق وويل  چې افغانستان  هيله لري چې داروپا اتحاديې  غړي هېوادونه  او دوست هېواد سويډن  له مهاجرينو سره دنړيوالو کنوانسيونونو او ددواړو هېوادونو ترمنځ دلاسليک شوي تفاهم ليک پربنسټ چلند وکړي .
په مقابل کې په کابل کې دسويدن سفير ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به دسويډن مرستې دوام وکړي . او سويډن به  دراتلوونکو لسو کلونوپه بهير کې له افغانستان سره  يو مليارد ډالره  مرسته وکړي .
دسويډن سفير وويل  چې هېوادبه  يې  دنړيوالو قوانينو او کنوانسيونونو ، دوه اړخيزو تړونونو او دغه راز  دسويډن  دقوانينو دپه پام کې نيولو له مخې  له مهاجرينو سره  چلند وکړي .
دغه راز دسويډن سفير دهغو انسان تښتوونودترخو پيښو په باب  چې په  وروستۍ يوکال کې  دهزاره جاتو له خلکو سره  شوي دي  هم  خواشينۍ څرګنده کړه . او له استاد محقق سره يې  غم شريکي وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته