خبرونهښوونه او روزنه

کندهار کې د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د کب ۱۶مه، باختر
د کندهار د اقتصاد رياست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز نهمه ناحیه کې د څه باندې ۳۱۷ زره ډالرو په لګښت يوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
د یاد ولایت د اقتصاد رياست وياند کمال شاه سادات د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې ‏د دغه ولایت په مرکز نهمه ناحیه کې د میانکو ابتدایه ښوونځي لپاره ودانۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۳۱۷ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
سادات زياته کړه، چې یاد ښوونځی د نهو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې د ۱۶ درسي خونو په درلودلو سره به پکې سهار او ماسپښین ۱۱۰۰ نجونې او هلکان زده کړې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته