امنیت

په نورستان کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
شپږ  تنه وسله   وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان ځواکونو سره په  نښته    کې ووژل شول .
دغه نښته تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په  ډيورند کرښه کې هغه  وخت رامنځته وشوه چې يوې  ډلې وسله والو  طالبانو دافغانستان په سرحدي  پوله  کې  دپوليسو په يوې  قرارګاه  بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل : چې  په دې نښته کې شپږ  تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
ددغه سرحدي پوليسو دقوماندان دڅرګندونو له مخې :  په دې پيښه امنيتي مامورينو او ملکي کسانو ته  زيان نه دى  اوښتى .
پاکستان ته  څيرمه دغه ولايت  تل دتروريستي ډلو د  فعاليتونو له هغې   جملې
څخه دوسله والو طالبانو او پاکستاني جګړه مارانو او د القاعده شبکې شاهد وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته