کابل، د لېندۍ ۱۹ مه، باختر
د کندهار د بدنې روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د بوکسینګ پیل شوې سیالۍ د هرات لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د مسوولینو په خبره دغه سیالۍ د کندهار د بدني روزنې او سپورت ریاست په همکارۍ او د بوکسینګ فدراسیون له لوري د کندهار، هرات، هلمند، نیمروز او غزني ولایتونو ترمنځ پیل شوې وې، چې د هرات ولایت په بریا سره پای ته ورسېدې.
د یادونې وړده، چې له دوی څخه منتخبه لوبډله به په نږدې راتلوونکي کې د کندهار ولایت په کوربتوب د پاکستان د بوکسینګ له لوبډلوسره لوبه وکړي.