خبرونهفرهنګTOP

ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

کابل / د زمري ٢٧ مه / باختر   

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو کارونو ته په صادقانه ډول خلکو ته د خدمت په خاطر دوام ورکړي.

 د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين عبدالبشير حکيمي هم حاضر و، مجاهد څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

هغه څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي او اطلاعاتي برخو کې ځانګړي مسووليتونه لري او هر راز بدلونونه چې رامنځته کېږي، د هېواد فرهنګي ارزښتونه بايد خوندي وساتل شي.

مجاهد تاريحي ودانۍ، لرغوني آثار، موزيمونه او ملي آرشيف د هېواد تاريخي پانګې وبللې او د دغو شتمنيو ساتنه د ټولو خلکو په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسووليت وباله.

هغه د يو ښه نظام د جوړولو په خاطر د افغانستان د اسلامي امارت د هلوځلو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د هېواد ټول خلک له هر قوم او قبيلې څخه چې دي، مسلمانان دي  او ټول بايد خلکو، هېواد او ملي ګټو ته د خدمت جوګه شي او خدمت وکړي.

ذبيح الله مجاهد دغه راز څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو د مسوولينو او کارکوونکو غوښتنې او وړانديزونه څېړل کېږي او حقوق به یې هم ورکړل شي.

ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته