خبرونهټولنه

کندز کې ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د وري ۱۶ مه، باختر

د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړولو سره ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د باختر آژآنس د خبر له مخې؛ د یاد ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د وکیل عبدالقیوم په کلي کې د افغانستان د بشري مرستو باوري صندوق او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۹۱ زره ۸۱۰ امریکايي ډالرو په لګښت د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې یاده شبکه په عصري وسایلو سمباله ده او ۲۷۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابروي.

هېره دې نه وي چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته