کابل، د وري ۳۰مه، باختر
دغه کمپاین د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، ولایتي چارواکو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مشر ریچارډ ترینچارډ په شتون کې د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پیل شو او ټاکل شوې د کندز ښار په ګډون ټولټال پنځه ولسوالیو کې ترسره شي.
عثماني ویلي، هڅه کوي د کندز د بزګرانو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي د ځانګړو درملو په واسطه د روان کمپاین له لارې ملخان په نطفه کې له منځه یوسي او بزګران او کروندګر یې له افت څخه خلاص کړي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د مشر ریچارډ ترینچارډ هم ډاډ ورکړی، چې دغې او د کرنې په نورو برخو کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
کندزي کروندګرو او بزګرانو د ملخانو پر ضد پیل شوي کمپاین څخه هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.