خبرونهاقتصادټولنهروغتیا

کاپیسا کې څه باندې ۳ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل, د لېندۍ ۸ مه, باختر
د کاپیسا سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ۳ ټنه بې کیفیته خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر نیاز محمد مخلص باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت د تګاب، نجراب او کوهبند ولسوالیو څخه يې ۲زره ۳۲۹ کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي توکي راټول او سوځولي دي.
هغه له هټیوالو څخه په کلکه و غوښتل، چې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته