امنیت

دحامدکرزي د غزني د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له وارثینو سره خواخوږي وکړه

کابل باختردلړم دمياشتې ١٣ :
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د ماین د چاودنې د وروستۍ پیښې د شهیدانو له وارثانو سره وکتل او هغوی ته یې یو ځل بیا د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندل کړل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په یوه بس موټرد ماین دغه چاودنه کې چې د طالبانو له خوا ځای پرځای شوی و ۱۸تنه شهیدان او ۵ تنه نور ټپیان شوي وو.
په همدې ډول د هېواد جمهوررئیس په همدې کتنه کې دغزني ولایت د یو تن دیني عالم مولوي نورالحق له زوی سره چې پلاریې د روان کال د وږي په ۲۱ نېټه د غزني په ولایت کې د طالبانو له خوا شهید شو، خواخوږي وکړه.
په دې کتنه کې چې  نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه ، د دغې پیښې د شهیدانو وارثانود دې په ترڅ کې چې ددغې پیښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي په اړه یې جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، د جمهوررئیس حامدکرزي له غمشریکۍ او خواخوږۍ څخه یې مننه وکړه، ويې ویل څه چې د الله رضا وي موږ هغې ته غاړه ږدو.
د شهیدانو وارثانود دې په ترڅ کې چې د خپلو سیمو د امنیت د لاټینګښت غوښتنه یې وکړه ، څرګنده یې کړه چې له دولت څخه خوښ یو، خو له هغو کسانو چې د خلکو د درد او رنځ سبب کیږي، غواړو چې له دې زیات زموږ
د خلکو د درد او وژلو سبب نه  شي.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې د څرګندولو په ترڅ کې، هغه نغدي مرسته چې د ۱۸ تنو شهیدانو کورنیو او ۵ تنو ټپیانو او همدا راز هغه مرسته چې د شهید مولوي نورالحق کورنۍ ته یې د جلا حکمونو په ترڅ کې منظوره کړې وه ، د هغو وارثانو ته وسپارله.
د دغې کتنې په پای کې حامدکرزي اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د غزني په ولایت کې د استوګنې ځمکې ورکړي او همدا راز د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا لوی ریاست ته یې لارښوونه وکړه چې په مشورتي لویه جرګه کې دې د شهیدانو وارثانو ته هم بلنه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته