کابل/ د غوايي١٨مه/ باختر
د کابل ښاروالۍ موظف پلاوي د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې د درې جريبه ځمکې د غصب مخه نیولې ده.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ دغه ځمکه د یو شمېر فرصت طلبه کسانو له خوا غصب شوې وه، چې د کابل ښاروالۍ د ادارې له خوا یې مخه ونیول شوه.
د چارواکو په وینا دا ځمکه اوس د کابل ښاروالۍ تر څارنې لاندې ده او له دې وروسته به فرصت طلبه کسانو ته وخت ور نه کړل شي چې له دولتي ځمکو ناوړه ګټه پورته کړي. \ ذ