سیاست

جمهور رئيس کرزي د پاکستان له پارلماني پلاوي سره ولیدل

کابل_باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨مه:
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان له پارلماني پلاوي سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وليدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
نوموړي پلاوي چې مشري يې د پاکستان په پارلمان کې د افغانستان او پاکستان د پارلماني دوستۍ د ګروپ رئيس او د قومي وطن ګوند رهبر، آفتاب احمدخان شېرپاو پر غاړه وه کابل ته يې د خپل سفر او په کابل کې د افغانستان او پاکستان د پارلماني پلاویو په یوولسمه غونډه کې د ګډون په اړه د هېواد جمهور رئيس ته معلومات وړاندې کړل.
له هغه وروسته دواړو لوريو په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د تروريزم پروړاندې د مبارزې، د سولې او امنیت د تامين او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د باور د بهبود په اړه خبرې اترې وکړې.
د افغانستان جمهور رئيس وویل، که څه هم د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ باور شته، خو جګړه او ناامني د بې باوريو یوازينی لامل دی چې دواړه دولتونه بايد د دې بې باورۍ د رفع کولو لپاره د تروریزم او افراطيت پروړاندې جدي مبارزه وکړي.
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو په افغانستان او پاکستان کې د ثبات او سولې د ټينګښت په برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته