خبرونهسیاستTOP

ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

۴۳- کابل / د لړم ٢٧ مه / باختر
د ملي پخلاینې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو، د سولې له بهیر څخه د ملاتړ د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړوند خبرې وشوې.
پای/ع

د پټاټو د ساتنې لسګونه زېرمې په غزني کې جوړې شوې
۴۴- کابل / د لړم ٢٧ مه / باختر
د غزني د کرنې مسوولانو په دغه ولايت کې د پټاټو د ساتتې د لسګونو زېرمو د جوړولو او ګټې اخيستني خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د غزنې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې ددغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د کرنيزو محصولاتو د مديريت په چوکاټ کې د پټاټو ساتنې لسګونه زېرمې جوړې شوې دي.
ويل کېږي هره زېرمه په يو وخت کې د١٦ متريک ټنه پټاټو د ساتنې ظرفيت لري.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته