سیاستخبرونهTOPټولنه

ډاکټر عبدالباري عمر د جوزجان ولایت د خوړو او درملو آمریت د مسئولینو ستونزې واورېدې

کابل، د غويي ۲مه، باختر
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر، د هېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په بهیر کې، نن د جوزجان ولایت د خوړو او درملو له آمریت څخه لیدنه کړې ده.
باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې لیدنه کې د یاد آمریت کارونه ارزول شوي چې په کمه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې له دې جملې، په تېرو څلورو میاشتو کې د څلور ټنه بې کیفیته خوراکي توکو او درملو له منځه وړل، د درملو مارکېټ څخه څارنه او د خوراکي توکو کیفیت کنټرول ته اشاره شوې ده.
ډاکټر عمر، د جوزجان د خوړو او درملو آمریت د کارکوونکو د کارونو د لا سمون په موخه، د نورو اړوند لارښوونو ترڅنګ، ویلي چې خپل کار په بشپړ صداقت او اخلاص ترسره کړي او خپلې دندې امتیاز نه، بلکې یو ستر مسئولیت وګڼي.
د جوزجان د خوړو او درملو آمریت مسئولینو هم خپلې ستونزې او وړاندېزونه شریک کړي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست له لوري د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته