بغلان/ باختر د ثور ١٦:
د څه ناڅه شپاړلس ميليونو افغانيو په لګښت کرنيز وسايل نن د بغلان ولايت د کرنې له رياست سره مرسته وشوه .
د بغلان ولايت د کرنې رياست سرپرست او د مالداريو د خدماتو عمومي آمر عبدالستار احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو وسايلوکې د شولو د کرنې د نوې تکنالوژۍ ديارلس ماشينونه شته چې د کرنې وزارت له خوا د بغلان ولايت د کرنې له رياست سره برابر شوي دي .
د بغلان ولايت د کرنې رياست سرپرست د دغو ماشينونو د کارولو رول، د شولې د حاصلاتو د کچې د لوړولو، د شولې په خيشاوه کې د لازمو اسانتياوو د برابرولو، د کيمياوي سرې ښه او منظمه استفاده او د شولې د تخم له ضايع کيدو څخه د مخنيوي په برخوکې مهم اواساسي وباله .
ده زياته کړه: پخوا د شولې کرنه د بغلان ولايت له دې جملې څخه د شمال په ټولو سيموکې په سنتي او غير فني ډول ترسره کيده چې د نويو وسايلو په کارولو سره به د شولې کرنه په مهارت او ستندرد ډول ترسره شي.
2 1 دقیقه لوستل