خبرونهاقتصادټولنه

چک ولسوالۍ کې ۱۵ کیلومتره سړک بیا ورغول شو

کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۱۵ کیلو مترو په اوږدوالي د بت کوتل سړک د څه کم یومیلیون افغانیو په لګښت د ښاروالۍ ماشینرۍ په واسطه ورغول شو.

د چک ولسوال علي رحمت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي.

دوی له مسؤلینو د سیاب حوزې لپاره د برېښنا، د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو لپاره د ودانیو، استنادي دېوالونو جوړولو او د بیارغونې د نورو پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې.

والي قاري بختیار معاذ ولسونو ته د بت سړک د بیارغونې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړې، چې د امارت مشران شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته کاري فرصتونه او د بیارغونې پروژې پلې کړي.

نوموړي دغه راز ولسونو ته یې د هغوی د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کېدو ډاډ ورکړی، زیاته کړې یې ده، چې ستونزې به یې له مرکزي حکومت سره شریکه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته