سیاست

دجمهور رئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل -باخترد تلې ۱٧نیټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د محب ګروپ شرکت د ساختماني موادو د تولید سوداګریز پلان، د صنعتي پارکونو د مدیریت د طرحې په اړه د اقتصاد عالي شورا مصوبې او د کوټې او پېښور ښارونو د ترانسپورتي عوایدو د لېږد په اړه بحث او خبرې وشوې.
لومړی جمهوررئیس د سام بریالۍ ناستې د ترسره کېدو په خاطر له مالیې وزارت او اړوندو ارګانونوڅخه مننه وکړه وې ویل، د سام ناسته د افغانستان لپاره ګټوره وه او موږپه دې بریالي شو چې د بین المللي همکارانو اعتماد راخپل کړو.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د سام ناستې جوړېدو په اړه د جمهوررئیس له ملاتړه مننه وکړه وې ویل چې یاده ناسته بریالۍ وه.
وروسته د محب ګروپ شرکت رئیس د خپل شرکت د ساختماني موادو د تولید سوداګریز پلان غونډې ته وړاندې کړ، وې ویل: یاد شرکت به د ګچي، سرامیک، ډبرو، ښيښې، لرګي، المونیمو د تختو د تولید او اړوند توکیو  په برخو کې فعالیت وکړي.
هغه زیاته کړه، زموږ کمپنۍ په افغانستان کې  پانګونې ته لېواله ده او له حکومت څخه غواړو د امنیت، برېښنا او ګمرکي اسانتیاوو په برخه کې له موږ سر ه همکاري وکړي.
د محب ګروپ شرکت رئیس څرګنده کړه، زموږ کمپنۍ افغانستان ته عصري او نوې ټکنالوژي راوړې چې ښه کاري ظرفیت  لري او د برېښنا لګښت یې هم لږ دی.
د ښاراوکورجوړولو وزیر، د فوایدعامې، کانونو او پترولیم او ترانسپورت سرپرست وزیرانو، ډاکټر محمدهمایون قیومي، اجمل احمدي، الهام عمر هوتکي، خانجان الکوزي، کمین زاده، د ولسي جرګې استازو قدرت الله ذکي او عبیدالله رامین د پانګوالۍ د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د محب ګروپ شرکت دپانګونې د لېوالتیا هرکلی یې وکړ.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یادې طرحې د هرکلي ترڅنګ وویل، یوه کمېټه دې د محب ګروپ شرکت وړاندې شوې طرحه وارزوي، تر څو یاد شرکت له حکومت سره مذاکره وکړي.
د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان په خصوصي سکتور کې د پانګونې د هرکلي تر څنګ وویل، دا پانګونه دې په کابل پورې محدوده نه وي او په بېلابېلو ولایتونو کې دې  هم وشي.
د مالي او پانکوالۍ په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار اجمل احمدي څرګنده کړه، موږ یوې پالیسۍ ته اړتیا لرو چې پر مټ یې له سوداګرو او پانګه والو سره مرسته وکړو.
په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي وویل، زموږ په هېواد کې د ساختماني توکو بیه لوړه  او کیفیت یې ټیټ  دی. هغه زیاته کړه، د محب ګروپ شرکت پیشنهادي بستې دارزولو لپاره دې یوه کمېټه جوړه  شي، چې په دې اړه تصمیم ونیول شي.
جمهوررئیس غني په دې اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د محب ګروپ شرکت د پانګونې له لېوالتیا یې مننه وکړه او د یادې کمېټې پر جوړېدو د ټینګار تر څنګ یې وویل، د پانګونې اړوند موضوعاتو د ارزونې لپاره دې یوه بله کمېټه هم جوړه شي، ترڅو وکولای شو پانګه والو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړو.
جمهوررئیس وویل، حکومت د پانګه والو د ستونزو د حل اراده لري او د هغوی د پانګونې هرکلی او ملاتړ کوي.
د اقتصاد عالي شوار غونډې د محب ګروپ شرکت له لورې وړاندې شوې طرحه په پرنسیپ کې تائید کړه.
وروسته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د صنعتي پارکونو د مدیریت طرحې په اړه د اقتصاد عالي شورا مصوبه  غونډې ته وړاندې کړه.  
هغه د صنعتي پارکونو چارو کې د اقتصاد عالي شورا د رول او اقتصاد عالي شورا د صنعتي پارکونو د انکشاف کمېټې رامنځته کېدو د هدفونو په اړه خبرې وکړې او د یادې کمېټې د جوړښت، دندو، صلاحیتونو، د جوړېدو شرایطو او دغه راز د ځمکې د وېش څرنګوالي، د ځمکې ترلاسه کوونکو ته د ملکیت د سند ورکړې او د صنعتي پارکونو د ساتنې اوڅارنې په اړه یې معلومات ورکړل.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د کابل او هرات د صنعتي پارکونو د ارزونې دپایلو، د شته ځمکې د اندازې، د نویو صنعتي پارکونو د جوړېدو په خاطر  د اړتیا وړ ځمکې د اندازې او په راتلونکو پنځو کلونو کې د ولایتونو په تفکیک سره د صنعتي پارکونو د جوړېدو په اړه تفصیلي معلومات غونډې ته وړاندې کړل.
اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله  د صنعتي پارکونو د مدیریت طرحه جامع او هراړخیزه وبلله.
په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي هم وویل چې یاده کمېټه د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د اقتصاد عالي شور ترمنځ ارتباطي پل دی.
د افغانستان برېښنا شرکت رئیس انجینر امان الله غالب وویل، د افغانستان برېښنا شرکت د صنعتي پارکونو سره همکارۍ ته چمتو دی او صنعتي پارکونه بایدمعیاري جوړ شي چې د برېښنا د وېش په برخه کې له ستونزو سره مخامخ نشو.
د کانونو او پترولیم وزارت  سرپرستې نرګس نهان یاده طرحه اغيزمنه وبلله وې ویل، موږ باید په دې برخه کې د وظیفوي تداخل مخه ونیو.
د ښاراوکورجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري وویل، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش لپاره بایدزماني نېټه په پام کې ونیول شي او د هغې مطابق پانګونه وشي.
جمهوررئیس غني د یادې طرحې د وړاندې کولو له امله د مننې ترڅنګ وویل، د سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي پارکونو اقتصادي تحلیل له ځانه سره ولري.
هغه د صنعتي پارکونوپر کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل، د صنعتي پارکونو  بیې دې راکمې شي او په دې پارکونو کې دې زېربناوو ته پاملرنه وشي.
جمهوررئیس دغه راز وویل، د سوداګرۍ وزارت دې د سوداګرۍ ترڅنګ، صنایعو ته هم پاملرنه وکړي، ځکه زموږ اصلي موخه د هېواد د صنایعو پیاوړي کول دي.
وروسته د ترانسپورټ وزارت سرپرست محمدحمید طهماسي د کویټې او پېښور ښارونو څخه د ترانسپورتي عوایدو د پیسو د لېږد موضوع غونډې ته وړاندې کړه.
غونډې له هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وکړه، یو پلاوی دې وټاکل شي او له ارزولو وروسته دې د عوایدو د انتقال په اړه لازم تصمیمونه ونیسي.# پاى- ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته