خبرونهامنیت

چارواکي: په روزګان کې د وژل شوي سوداګر د عاملینو نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي

 

٢٥- کابل/ د کب ٣مه / باختر

د روزګان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د يو سوداګر د وژنې د عاملانو د نېولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

دغه سوداګر پرون ناوخته د روزګان د خاص روزګان ولسوالۍ په عمومي واټ          کې ناپېژاندو وسله والو په ډزو وواژه.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه سوداګر له غزني روزګان ته د تجارت لپاره تللى و.

د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ  رییس ملا محمد آصف باخترآژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دې سوداګر د وژنې د عاملانو د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته