خبرونهټولنه

پکتیکا کې ۸۳۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د مرغومې ۱۹ مه، باختر

د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکو په جوړولو سره ۸۳۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د پکتیکا د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچترلاندې د آغاخان موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو ۶ شبکې او ۲ څاګانې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې په پلې کېدو سره د سیمې سلګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې ۸۳۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته