خبرونهاقتصادټولنه

پکتیکا کې د کجکي چکډیم د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

په پکتیکا کې د څه د پاسه دوه میلیونو افغانیو په لګښت، د کجکي چکډیم د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د پکتیکا د شکین ولسوالۍ په ترخکي پایه کلي کې، د څه د پاسه دوه میلیونه ۲۲۱ زره افغانیو په لکښت د کجکي چکډیم د جوړولو چارې بشپړې او د سیمه ییزو مسئولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد چکډیم د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه جوړ شوی چې ۳۳.۹ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او د څه د پاسه شپږ زره ۳۹۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته