کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه :
دسيمه ييزو پوليسو شپږ تنه منسوبين په زابل ولايت کې دوسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې ووژل شول.
په دغو پوځيانو تيره شپه دشهرصفا په ولسوالۍکې د دوى په ا ميتي پوستې دوسله والو طالبانوله خوا بريد وشو .
دزابل ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل ؛ دوسله والوطالبان په دغه ډله ييز بريد کې دسيمه ييزو پوليسو شپږ تنه شهيدان شول .
ده وويل ؛وسله والوطالبانو ددغې پوليسو له نيولو وروسته دامنيتي ځواکونو ټول جنګي وسايل يې له ځانه سره يووړل.
دخبرونوله مخې ؛ په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ