کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د پکتيکا د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت د پلاستیکي خلتو یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا شادي خان حیدري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یو تن هېوادوال له لوري د ۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د پلاستيکي خلتو یوه فابریکه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰۰ کیلو ګرامه پلاستیکي خلتو د تولید وړتیا لري په فعالیت پیل کړې.
د یادې فابريکې مالک وایي، چې په یاده فابریکه کې د سیمې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۰ کیلو ګرامه پلاستیک تولیدوي.