کابل، د مرغومې ۲۴ مه، باختر
د پکتیکا د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د والیبال پیل شوې ژمنۍ سیالۍ د خالد وزیرلوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۹ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د والیبال دوه ورځنۍ سیالۍ د خالد وزیر لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خالد وزیر او محمد نظیم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خالد وزیر لوبډلې ۲-۱ میدانونو په توپیر مقابلی لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه راګرځول وو او ګټوونکې لوبډلې ته ډالۍ هم ورکړل شوې.