کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه ، باختر
د پکتیا ولایت ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یو پُل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو پُل د ۱۳ مترو په اوږد والي او شپږ مترو په لوړوالي سره د ولایتي ادارې په همکارۍ او د ولسي خلکو په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي چې دا پُل د پکتیا او خوست ترمنځ نښلېدونکی ټکی دی او جوړونه يې د خلکو اړینه اړتیا وه، اوس د خوست خلک هم پر دغه لاره تګ راتګ کولای شي.