ټولنه

په لغمان کې له لسګونو جګړه ځپلو کورنیو سره د سرې میاشتې مرسته

کابل/ د کب ۱۲ مه/ باختر
د سرې میاشتې ټولنې په لغمان کې له لسګونو جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه.
دغه کورنۍ د ډار اچوونکو ډلو د شتون او فعالیت په دلیل له خپلو سیمو څخه مهترلام ښار ته بې ځایه شوې دي.
په مرسته کې د پخلنځي وسايل، ژمني جامې، شړۍ، ترپالونه او نور ضروري وسایل شامل دي.
د افغانستان د سرې میاشتې د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې دوره کې په الیشنګ ولسوالۍ کې له ١١٦جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته کړې ده.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته