خبرونهاقتصادټولنه

پکتیا کې د ۴۸ زره ډالرو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

کابل، د وري ۱۴مه، باختر
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ښاروالۍ له لوري د ښار اړوندې کوچي بازار امنیت ښارګوټي کې د ۴۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یو پلچک او استنادي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
ګردېز ښاروال سید نظیم مزمل وايي، چې دغه پروژه د “یو ان هبیتات” مؤسسې په مالي لګښت د ګردېز ښاروالۍ تر څارنې لاندې پلې کېږي.
دغه پروژه د یو پلچک چې ۹ متره اوږدوالی، ۵ متره پلنوالی او ۱،۵ متره لوړوالی لري او یو ساتندوی دېوال چې ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۳،۵ متره لوړوالی لري او د ۴۰ مترو په اوږدوالي د یو بل استنادي دېوال په درلودلو سره په اساسي ډول جوړېږي.
مسؤلین وايي چې د یادې پروژې چارې به د راتلوونکو دوو میاشتو په جریان کې بشپړې شي چې جوړېدو سره به د سېلابونو اوبو په کنترول کې مهم رول ولري.
ګردېز ښاریان د دې پروژې جوړېدو ته خوښي څرګندوي او وايي چې د سیمې خلکو او وزګاره ځوانانو ته به پکې د کار زمېنه هم برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته