سیاست

چين هلې ځلې کوي چې د افغانستان دسولې په بهيرکې مهم رول ولوبوي

بيجينګ دټايمز ورځپاڼه   باختر دمرغومي دمياشتې ٢٣ :
د ټايمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې په افغانستان کې دچين درول په باب ليکلي دي  دغه هېواد هلې ځلې کوي چې  دافغانستان دسولې  په بهير او راتلوونکي کې يو ډير باالقوه  رول  ولوبوي .
د ورځپاڼې په  ليکنه  داپه داسې حال کې ده چې په سيمه کې   دلويديځ  نفوذ دکمښت په حال کې دى.
ورځپاڼه ليکي  په افغانستان کې دچين ګټې  دوه اړخونه  لري  يو   دا   چې  بيجينګ  له دې اړخه  سخته  ويره لري  چې اسلامي اړو دوړ به  د چين  دسينګيانګ په نا آرامه سيمه کې د پولې اخوا پراختيا  ومومي .
له بلې خوا چين  خپلې ګټې د افغانستان په   طبيعي سر  چينو کې لټوي .
ټايمز  دخپل  رپوټ په دوام  دطالبانو د استازو  ديوې  کوچني ډلې په نسبت دبيجينګ  کوربه توب  ته اشاره کړې  ده .
د ورځپاڼې په ليکنه دافغانستان د سولې عالي شورا  چين ته  دطالبانو ددغو استازو سفر تائيد کړى  دى .
ټايمز ليکلي دي  دافغانستان دسولې دعالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد ويلي دي چې  له  پاکستان ، له هغه  ځاى سره چې   دطالبانو زياتره مشرانو  امن پټنځي پکې لري  په  نسبي ډول  له   ښو اړيکو   څخه تر سمو  شرايطو   لاندې استفاده کيداى شي .
ورځپاڼه  د شاهد له خولـــې ليکي  چې    هر راز سوله   به   له   افغانانو  سره       د افغانانو دخبرو په نتيجه کې ترلاسه شي .
ورځپاڼه ليکي   چين ته  د  طالبانو  د  تير کال   د  وروستيو وختو دسفر په جزئياتو  پوه  يوه ، لويديځ ديپلومات  ويلي دي :  داسې بريښي  چې دغه سفر پاکستان تنظيم کړى دى .
ورځپاڼې ليکلي دي  چې د افغانستان جمهور  رييس د جنوري دمياشتې په لومړيو وختو کې د يوې ټلويزيوني وينا په ترڅ کې په  غوڅه توګه دافغانستان دسولې په خبرو کې د چين راتلوونکي رول ته  اشاره  وکړه .
دورځپاڼې په ليکنه  که چيرې  دافغانستان د سولې په خبرو کې دمنځګړي ر ول دلوبولو لپاره د  چين هلې ځلې  بريالى شي ، په   دغو خبرو کې به  رول ولري .
ورځپاڼې  په دوام کې ليکلي دي  په  افغانستان کې دچين دنه لاسوهنې سياست بيجينګ ته اجازه  ورکـــړه چې ځان   په   نسبي ډول د  يو بيطرفه اړخ په   توګـــــــه معرفي  کړي   چې په  دغو مسئلو کې هيڅ   راز  ژوره   لاسوهنه   نلري  او    ښايي ددې مهارت  ونلـــري چې د خبــــرو د  ترسره کولــــو لپاره د  يو ځاى له   برابرولو   پرته زيات کار ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته