سیاستخبرونهTOP

پکتیا کې د سویل ختیځ زون په کچه د نظام او ملي یووالي د ټینکښت په موخه ولسي غونډه وشوه

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د سویل ختیځ زون په کچه دیني علماؤ او قومي مشرانو سره د نظام ټینګښت او ملي یووالي په موخه پراخه ولسي غونډه وشوه.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري یادې غونډې ته په وینا کې ویلي، که څه هم په ځینو سیمو کې کم رنګه قومي ستونزې او شخړې موجودې دي خو د اسلامي امارت د قومونو ترمنځ وحدت رامنځته کړی او د یوه کال په جریان کې يې د هېواد په کچه ۳۳۶ د قومونو ترمنځ خپلمنځي شخړې حل کړې دي.
د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزیر په وینا، اوسنی نظام په خپلو ټولو چارو کې خپلواک دی او دا د خوښۍ ځای دی چې اسلامي امارت په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړی د خلکو حقوق او امنیت يې تامین کړی، هغه همدا راز ویلي د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شوی خپل کورني تولیدات لري، د خپل اقتصاد پرمټ پروژې او خدمات ولسونو ته وړاندې کوي او داخلي چارې يې په ټولو برخو کې ښې مدیریت کړې دي.
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند شرافت ویاړ دغې غونډې ته ویلي، د اسلامي امارت راتګ سره سم تر دې مهاله یاد وزارت د هېواد په کچه مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې ولسونو سره ۲۲۶ غونډې جوړې کړي او په ټول هېواد کې يې د مختلفو قومونو ترمنځ ۴۸۹ سترې او ۷۹۲ وړې خپلمنځي قومي شخړې حل کړې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني یادې غونډې کې ویلي چې د قومونو خپلمنځي شخړو لاملونو حل لارو باندې باید کار وشي تر څو د قومونو ترمنځ شخړې ختمې شي او په کار ده چې ولسونه په سویل ختیځ زون کې ځینې ستونزو حل لپاره قومي تړونونه وکړي.
هغه ولسونو څخه غوښتنه کړې چې د نظام ملاتړ وکړي پر اتحاد، اتفاق باندې کار وکړي خپل عنعنات لاپیاوړي کړي.
په ورته وخت کې د اوبو او برېښنا وزیر ملا عبداللطیف منصور پکتیا کې یادې ولسي غونډې ته په وینا ویلي، اوسنی نظام د ولس په قربانیو راغلی دا نظام یوازې د مجاهدینو نه، بلکې ټول ملت پکې ځای لري.
منصور ولسونو ته ډاډ ورکړی چې غوښتنې به يې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله ته رسول کېږي، د هغه په خبره په را روان کال کې ټاکل شوې چې پکتیا احمدابا او سیدکرم ولسوالیو ته بريښنا ورکړل شي او په ځینې سړکونو جوړولو باندې کار پیل شي.
د یادې ولسي غونډې پرمهال د سویل ختیځ زون یو شمېر قومي مشرانو د اسلامي امارت چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د قومونو ترمنځ خپلمنځي شخړو حل، یووالي، ستونزو او غوښتنو ته باید ځانګړی پام وکړي ولسونو ته دې کار وکړي او ولسونه د دې نظام ملاتړ کوي.
قومي مشرانو ویلي ولسونه نظام او نظام ولسونو ته اړتیا لري اوسنی نظام د افغاني ټولنې کلتور سره برابر دی نو ځکه يې ولسونه ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته