امنیت

په هرات ښارکې ديولړ ځانمرګو بريدونو دترسره کولو مخنيوي

کابل باخترد غبرګولې  دولسمه :
په هرات ولايت کې دتروريستي بيريدونو  يوشمير   مشکوک کسان  دملي امنيت دځواکونو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول .
  دهرات ولايت دملي امنيت  درياست دخبرپاڼې له مخې  دوسله والو  طالبانو دډلې دوه تنه کليدي  کسان چې  دتروريستي  او ځانمرګو بريدونو دترسره کولو  په موخه  دهرات ولايت ته رسيدلي وو ددغه رياست  دکارکوونکو  په دوو جلا جلا  عملياتو کې وپيژندل شول  او ونيول شول .
  يو له دغو کسانو څخه  په بادغيس ولايت کې  دوسله والو طالبانو  دډلې يو کليدي  قوماندان  ملا عبدالمجيد دى چې دهرات ښار  په ختيځه څنده  کې دشيدايي کمپ په ساحه کې  ونيول شو .
دغه راز  هغه سړى چې دځانمرګي بريد دترسره کولو  په موخه  دهرات ښار ته ننوتي و ،  دهرات ولايت دملي امنيت درياست په جلا عملياتو کې وپيژندل شو اوله هر راز اقدام مخکې  ونيول شو .
ويل کيږي چې ددغو تروريستانو په نيول کيدو  سره په هرات ښار او دهرات ولايت  په څو ولسواليو کې دڅو خونړيو  تروريستي بريدونو مخه نيول  شوې ده
داپه داسې حال کې ده چې يوسړى هم دوسلو دساتنې په تور دهرات ولايت دملي امنيت دکارکوونکو له خوا ونيول شو .
  ختم- ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته