خبرونهورزش

پکتيکا کې د واليبال ژمنۍ سيالۍ د خالد وزير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د مرغومې ۲۴مه، باختر

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د تنکیو ځوانانو په نوم د واليبال سيالۍ د خالد وزير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو موخه پايلوبه د خالد وزير او محمد نظيم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۲/۱ میدانونو په توپير یې خالد وزير لوبډلې اتلولي په خپل نوم کړه.

دغه سيالۍ چې دوې ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅول و.

په پای کې ګټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته