کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د کندز ولايت ځايي اوسېدونکي په دغه ولایت کې شته امنیت بېساری بولي او د امنیتي ځواکونو له خوا د کوچني اختر ورځو لپاره د نیول شوي ځانګړيو امنیتي تدابیرو له امله خوښي څرګندوي او په یاده برخه کې له امنیتي ادارو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
کندزیان له امنیتي ځواکونو څخه غواړي، چې د دغه امنیت د ساتلو لپاره خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.
ورته وخت کې د کندز پر سړکونو او واټونو د تلاشۍ پرمهال یو شمېر امنیتي ځواکونو له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې هڅه کوي خلکو ته د اختر په شپو او ورځو کې ډاډمنه فضاء رامنځته کړي.
دغه راز په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان ډګر جنرال مولوي امانالدین منصور له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې د شمال ختیځ زون ولایتونو په ځانګړي ډول د کندز مېړني ولس ته د اختر د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ ددغه ولایت ولس ته ډاډ ورکوي، چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د ولسونو په خدمت کې دي.
د نوموړي ترڅنګ د کندز نور امنیتي چارواکي او مسوولین هم خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د اختر په شپو او ورځو کې به د امنیت د لا ښه ټینګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.