خبرونهورزش

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د افغانستان او استرالیا د کرکټ ټیمونه لوبه کوي

کابل د / لیندۍ / ۳۰ / باختر
ټاکل شوې ده د افغانستان او استرالیا د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ لوبه په ۲۰۲۱ میلادي کال کې تر سره کېږي.
مخکې له دې ، د تست د لوبې د ځنډېدو خبر ورکول شوی و.
خو اوس د هېواد د کرکټ بورد ویاند فرید هوتګ په دې اړوند د باختر اژانس خبریال ته وویل یو ځل بیا د دواړو ټیمونو ترمنځ پریکړه وشوه چې دغه لوبه د ۲۰۲۱ میلادي کال د نوامبر په میاشت کې تر سره کېږي او د کرونا د ویروس د خپرېدو په خاطر له ځنډ سره مخ شوې وې .
ټاکل شوې ده دغه لوبه د استرالیا په کوربه توب تر سره شي .
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم درې کاله مخکې د تست په لوبو کې د ګډون اجازه تر لاسه کړې .
دغه ټیم تر اوسه پورې د تست څلور لوبې تر سره کړې دي چې په دوو لوبو کې ګټوونکی و.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته