ټولنه

جمهور رئیس غني د خوست ولایت د شهیدانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ١٩مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د خوست په ولایت کې د وروستۍ تروریستي پېښې د شهیدانو د فاتحې په مراسموکې چې نن له غرمې وروسته د کابل ښار د عیدګاه په جامع جومات کې پرځای شول؛ ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس محمد اشرف غني د خوست ولایت د وروستۍ غم لړلې تروریستي پېښې د شهیدانو ارواوو ته دعا وکړه او یو ځل بیا یې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او د لوی خدای (ج) له دربار څخه یې دوى ته د جمیل صبرهيله وکړه.
د فاتحې په مراسموکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر جمهور رئیس محمد اشرف غني سربېره، پخواني جمهور رييس حامد کرزي، د خوست ولایت مشرانو او مخورو، د شهیدانو د کورنیو غړو، د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، دولتي لوړ پوړو چارواکو او د کابل ښار په سلګونو تنو اوسيدونکو ګډون کړی و.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته